په فراه کې د طالب وسله والو پر ضد عملیاتو کې ۹ وسله وال وژل شوي دي

د فراه ولایت د امنیې قومندانۍ وايي، د وسله والو طالبانو پر ضد په وروستیو عملیاتو کې يې ۹ وسله وال وژلي او پینځه نور يې ټپیان کړي دي.

د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول فواد عسکري ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ دا عملیات له تیرو درېیو ورځو راهیسې په بالا بلوک ولسوالۍ کې ترسره شول.

د فراه د امنیې قومندانۍ وايي، د بالا بلوک ولسوالۍ زیاتې سیمې يې د دولت له وسله والو مخالفانو پاکې کړي دي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې، د دوی په بریدونو کې لس افغان او بهرني سرتیري وژل شوي.

د فراه امنیتي چارواکي د طالبانو ادعا ناسمه بولي او وايي چې، په ترسره شوو عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.