په چين کې يوې محکمې د دې هېواد اورګاډو پر پخواني وزير د مرګ د سزا حکم صادر کړ.
دى په اداري فساد محکوم شوى دى.
ليو ژي جون Liu Zhijun لومړى عالي رتبه چارواکى دى چې په مارچ مياشت کې د ولسمشر شي جين پينګ تر واکمنېدو وروسته له يوې داسې سزا سره مخامخېږي.
ولسمشر په چين کې د پراخ اختلاس په وړاندې د مبارزې ژمنه کړې وه.
د محکمې په حکم کې ويل شوي چې دغه سزا به دوه کاله د تعليق په حالت کې وي، په دې معنى که شپېته کلن ليو په زندان کې ښه چلند ولري، ښايي د مرګ سزا يې ټيټه شي او په عمري بند محکوم شي.