د روسیې او قزاقستان ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د روسیې او قزاقستان ولسمشرانو پرون د افغانستان د حالاتو په اړه بحث خبرې وکړې.

د ولادیمیرپوتین او نورسلطان نظربایف خبرې اترې په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د احتمالي بې امنیتیو له وجې پر اندېښنو متمرکزې وي.

د ایتارتاس خبري آژانس د راپور له مخې پوتین چې په یوه سرمشریزه کې د ګډون لپاره د قزاقستان پلازمېنې آستانې ته رسېدلی خپل قزاق سیال ته وویل چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان وضعیت ډېره جدي مسئله ده. پوتین وویل په دې برخه کې ځینې ستونزې شته چې دوی به یې حل کړي.

روسیې او د منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو له دې مخکې هم د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو په افغانستان کې د حالاتو د خرابېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی.

خو امریکا او لویدیځو متحدانو یې ډاډ ورکړی چې د خپلو محاربوي ځواکونو له اېستلو وروسته به خپل یوشمېر غیرمحارب پوځیان په افغانستان کې پرېږدي څو د امنیت په ټینګولو کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.