پر سحر ګل د تشدد کوونکو د ابتدایه محکمې حکم لغوه شوه

د کابل د استیناف محکمې قاضیان تاییدوي چې؛ د هغو کسانو په اړه د کابل د ابتدایه محکمې حکم لغوه شوی؛ چې په بغلان ولایت کې یې د یوې نجلۍ سحرګل په شکنجه کولو کې لاس درلود.

د کابل ابتدايې محکمې د سحر ګل خسر، خواښې او انندرور ته د لسو لسو کلونو بند سزا اورولې وه.

خو کابل د استیناف محکمې یوه قاضي ازادي راډیو ته وویل؛ دغه پرېکړه چې د سحر ګل د قتل د اقدام په تور شوې وه؛ لغوه شوې، خو تورن کسان به له سحر ګل سره د تاوتریخوالي په تور محاکمه کیږي.

سحر ګل د بغلان په ولایت کې په داسې حال کې موندل شوې وه؛ چې د کور په زیرزمیني کې ساتل کېده او سخته شکنجه شوې وه.