شاهد: نه غواړو د سولې هڅې ناکامه شي

د افغانستان د سولي عالي شورا چارواکي وایي، نه غواړي، چي د سولې لپاره پیل شوي کوښښونه ناکامه شي.

د دې شورا چارواکي داسې وخت دا خبرې کوی، چې له دې یوه ورځ مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ویلي وه، سوله په زاریو نه راځي.

د سولې شورا د شنبې ورځ له رسنیو پرته یوه پټه غونډه درلوده، د ازادۍ راډیو خبریال معصوم میوند د دې شورا له ویاند مولوي شهزاده شاهد سره مرکه کړې او په پیل کې یې د دې غونډې مهم جزئیات ځیني پوښتلي.

Your browser doesn’t support HTML5

له شهزاه شاهد سره مرکه