د پکتیکا په مرکز کې دوه ځان وژونکي هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شول

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې پرون (جمعه) دوه انتحاري حمله کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا تر پيژندل کېدو وروسته ووژل شول.

د پکتیکا والایت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې؛ دواړو وژل شویو کسانو د افغانستان د ملي اردو د ځواکونو یونیفورم اغوستی و او د ښرنې بازار د ترافیکو په چوک کې وویشتل شول.

خبرپاڼه وايي چې، دې کسانو غوښتل چې پر لوړ رتبه دولتي چارواکو حملې وکړي؛ خو په خبرپاڼه کې په ځانګړي ډول د کوم چارواکي نوم نه دی اخیستل شوی.

د وسله والو طالبانو ویاند ازادي راډيو ته ویلي چې؛ دا دواړه د دوی ملګري وو، چې غوښتل یې په سیمه کې حملې وکړي.