د خيبرپښتونخوا چارواکي وايي چې، امنيتي ځواکونه د دې ايالت په متنو سیمه کې دوه جګپوړي طالب قومندانان وژلي دي.
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، په سیمه کې یې د تلاشۍ پراخ عمليات پيل کړي چې؛ هدف يې د افراطي وسله والو ډلو د مرکزونو له مینځه وړل بلل شوي دي.
بیان زیاتوي، چې په متنو سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو دوه قومندانان روح الامین او عدنان الیاس هریره وژل شوي دي.
په بیان کې ویل شوي دي، چې دې دواړو قومندانانو په سیمه کې د پاکستان د پوځ پرضد د عملیاتو مشري کوله.
دا عملیات وروسته له هغه پیل شوي چې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خيبرپښتونخوا کې په دې وروستيو کې حملې ډېرې شوي چې امله یې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.