اخوان المسلمین له خپلو پلویانو څخه غوښتي چې د پوځ د کوتا پرضد مظاهره وکړه

د اخوان المسلمین په مشرۍ د مصر اسلامي ډلو پر خپلو پلویانو غږ کړی چې؛ د ولسمشر محمد مرسي د لیرې کولو لپاره د پوځ د کودتا پرضد نن د اعتراض د جمعې په دود په ټول هېواد کې مظاهرې وکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې؛ د اخوان المسلمین د روحاني مشر محمد بادي Mohammad Badie په ګډون د دې ګوند د څو مخکښو مشرانو د نیولو راپورونه ورکړل شوي دي.

د چارشنبې په ورځ پوځ اعلان وکړ چې؛ محمد مرسي د مصریانو د غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلی او ځکه نور نو د دې هېواد ولسمشر نه دی.

اخوان المسلمین له خپلو غړو څخه غوښتي چې؛ د جمعې له لمانځه وروسته سره په سوله ییز ډول راټول شي او د خپلو مشرانو د نیولو او پوځي کودتا پرضد اعتراض وکړي.

پرون له دې مخکې د اساسي قانون د محکمې مشر عدلي منصور د مصر د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړه. منصور پوځ وستایه خو زیاته یې کړه چې؛ د مرسي اخوان المسلمین ګوند هم د خلکو د یوې برخې په توګه کولای شي چې؛ د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.