د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر نلسن منډېلا صحي حالت نازک خو ثابت ښودل شوی

د جنوبي افریقا ولسمشر وايي، د سولې د نړیوالې جایزې ګټونکی او د دې هېواد پخوانی ولسمشر نلسن منډېلا د اوږدې ناروغۍ په دوام په طبي اصطلاح د ګیاه یا نبات په حالت کې نه دی.

د جمهوري ریاست په بیان کې ویل شوي دي چې؛ د ۹۴ کلن منډېلا صحي حالت نازک خو ثابت دی. بیان وايي چې، د منډېلا ډاکټران دا ردوي چې؛ دی د ګیاه په حالت کې دی. بیان زیاتوي چې ولسمشر "جېکب زوما" په روغتون کې د منډېلا د حال پوښتنې ته تللی و.

له دې مخکې راپور ورکړل شوی و چې؛ منډېلا د مصنوعي تنفس د ماشین په مرسته ژوندی ساتل شوی دی. د جنوبي افریقا د اپارتاید ضد رهبر نلسن منډېلا د جون په اتمه نېټه په روغتون کې بستر شو.

منډېلا چې پخواني نژادپال رژیم اوه ویشت کاله په زندان کې اچولی و؛ په ۱۹۹۴ کال کې د جنوبي افریقا لومړنی تورپوستی ولسمشر شو. منډېلا ته په جنوبي افریقا کې د اکثریت تورپوستکو او اقلیت سپین پوستکو ترمینځ د پخلاینې د هڅو په خاطر په ټوله نړۍ کې خورا زیات درناوی کېږي.