نواز شریف چین ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې پر مهمو اساسي پروژو خبرې کول غواړي

د پاکستان نوی ټاکل شوی صدراعظم نواز شریف هڅه کوي چې چین ته د خپل لومړنۍ بهرني سفر په ترڅ کې پر مهمو اساسي پروژو خبرې کوي.

نواز شریف به د پنجشنبې په ورځ د چین له ولسمشر شین جین پینګ سره وګوري او په جلا توګه به د چین د اقتصادي او انرژۍ د دولتي کمپنیو له مشرانو سره هم خبرې وکړي.

په دې څلور ورځني سفر کې به نواز شریف هڅه وکړي چې د پاکستان لپاره چینايي پانګونه راجلب کړي.

نوموړې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د غزیدلې غرنۍ لویې لارې د پراخولو په اړه د شوې مخکیني تفاهم موضوع هم له چینايي چارواکو سره وڅیړي.

همدارنګه به نواز شریف د ګوادر د بندر د راتلونکې پراختیا په اړه هم له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.

د چین یوې کمپنۍ ته ددې کال په لومړیو کې له ستراتیژیک پلوه ددې مهم بندر د کارولو چارې ورسپارل شوې دي.

دا بندر پیکینګ ته ددې زمینه برابروي چې عرب سمندر او د هورموز تنګي ته چې د نړۍ د تیلو د لیږد مهمه لاره ده لاس رسی پیدا کړي.