د امریکا ولسمشر : اوسنی امریکا په نړۍ کې د سولې او ازادۍ مدافع ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د جولای د څلورمې نیټې په مناسبت چې د امریکا د خپلواکۍ ورځ او د دې هېواد ملي رخصتي ده د امریکا د هغو وسلوالو ځواکونو مننه وکړه چې؛ دننه په هېواد کې دي او یا له هیواده بهر خدمت کوي.

ولسمشر بارک اوباما په خپله اونیزه راډیويي وینا کې وویل چې؛ د ۱۷۷۶ د جولای پر څلورمه نیټه د امریکا مستعمرې له بریتانیا څخه خپلواکي اعلان کړه او د دې د ترلاسه کولو لپاره یې انقلاب پیل کړ. د اوباما په وینا دا یو داسې څه و چې د ګوتو په شمېر کسانو فکر کاوه چې بریالی به شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه اوسنی امریکا په نړۍ کې د سولې او ازادۍ مدافع ده.

نوموړې وویل د امریکا وسلوالو ځواکونو دننه په هیواد او بهر کې د هیواد دفاع کړې او د امریکا د ولس په استازیتوب یې ددې لپاره مبارزه کړې چې نړۍ یو بهتره ځای و اوسي.