د مصر د پوځ پریکړې د نړۍ له ګوټ، ګوټه عکس العملونه رامخې ته کړي

د مصر د پوځ هغې پریکړې چې محمد مرسې یې له ولسمشرۍ لرې کړ د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه عکس العملونه رامخې ته کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما ویلي دي چې د مصر د پوځ ددې اقدام په اړه ژوره اندېښنه لري او زیاته کړې یې ده واشینګټن غواړې چې زر تر زره په دې هیواد کې په ولسواکه ټوګه ټاکل شوي حکومت بیرته رامنځ ته شي.

ولسمشر بارک اوباما همدارنګه وویل چې حکومت یې له مصر سره په مرستو هم غور کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون بیا د ارامۍ او له تاوتریخوالې پرته د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاټرین اشټاون بیا په ټولو خواوو غږ کړی چې زر تر زره بیرته ولسواکې پروسې ته ور وګرځي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګایډو ویسټر ویلي، هیواد یې مصر له ډيرې اندېښنې سره له نژدې څاري. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مصر پر سیاسي قوتونو غږ کړی دی چې له تاوتریخوالي ډه ډه وکړي ؟

عربي هیوادونو تر ډیره د مرسې د لرې کیدو هرکلی کړی دی، او اسرایلو پر دې اقدام خاموشې غوره کړې ده.