ایلیاسن:م.م چمتو دي چې؛ افغان حکومت سره هر ډول همکاري وکړي

د ملګرو ملتونه وايي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو ترسره کیدل به دا وښيي چې؛ ایا په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ په لور اصلاحاتو ځای نیولی کنه.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال یان ایلیاسن افغانستان له پنځه ورځني سفر وروسته نیویارک ته د ستنیدو پر مهال خبریالانو ته وویل، دا د افغانستان د خلکو، ملګرو ملتونو او مرسته کونکو هېوادونو لپاره ډيره مهمه ده چې؛ دا هېواد بیرته د جګړو ډګر نه شي او د بشري حقونو سرغړاوي او بې وزلي په کې هسې نه شي لکه موږ چې؛ یې مخکې شاهدان وو.

الیاسن ویلي، کابل باید راتلونکی کال ازاد او عادلانه انتخابات تنظیم کړي.

دا هماغه کال دی چې؛ ټول محاربوي بهرني سرتیري له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د هېواد د امنیت بشپړ مسولیت پرغاړه اخلي.

له بلې خوا د چارشنبې په ورځ په کابل کې د افغان چارواکو او مرسته کونکو هېوادونو د استازو په یوه غونډه چې؛ په توکیو کې د شویو ژمنو د عملي کیدو د څرنګوالي د څیړنې لپاره جوړه شوې وه هم په ښه توګه د راتلونکیو انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار وشو.

په دې غونډه کې ټینګار وشو چې؛ د افغانستان ملي شورا او حکومت باید په راتلونکیو څو اونیو کې د انتخاباتو سره تړلي قوانین تصویب کړي، کنه د انتخاباتو لپاره به روان چمتوالي له جدي خطرونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرسیتال یان ایلیاسن وايي، ملګرې ملتونو چمتو دي چې؛ افغان حکومت سره په دې اړه هر ډول همکاري وکړي.