د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مسولینو له قزاقستاني سوداګرو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خان جان الکوزي نن په کابل کې د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو یوې غونډې ته په وینا کې په دې اړه وویل:
"موږ له قزاقستان سره پراخه سوداګري لرو. په افغانستان کې د کانونو او کرنې په برخو کې د پانګونې فرصتونه ډير دي چې قزاقستاني سوداګر باید ورته پاملرنه وکړي."
د قزاقي سوداګرو یو پلاوی کابل ته راغلی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره امکانات ارزیابي کړي.
افغانستان اوس مهال خپل د اړتیا وړ زیاته اندازه اوړه، تیل او ګاز له قزاقستان څخه واردوي.