که څه هم پر افغان حکومت انتقادونه کیږي، چې د توکیو له کنفرانسه وروسته یې هم له فساد سره په مبارزه کې د پام وړ پرمختګونه نه دي کړي، خو له اداري فساد سره پر مبارزې د څارنې د ګډ او خپلواک بورډ رییس یاسین عثماني وايي، چې ددې کنفرانس یو شمېر تعهدات عملي شوي دي.