د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، چې په جلال اباد ښار کې د ماین چاودنې پنځه تنه عام وګړي ټپیان کړل.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد معصوم خان هاشمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د سې شنبې په مازیګر شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار د عید ګاه مسجد ته مخامخ د کابل ـ تورخم د عمومي سړک په ګلدان کې د ماین یوه چاودنه شوې،چې له امله يې په تیریدونکې ریکشه کې دوه میرمنې، دوه ماشومان او یو د ریکشې ډریور زخمیان شوي دي.
د ده په وینا، ټپیان یې د درملنې په خاطر يې د جلال اباد مرکزي روغتون ته استولي.
د يادې پېښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.