ضیا: د افغانستان په وروستیو نا امنیو کې "ISI" ډیرلاس لري

د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ امنیتي چارواکي خپلې عمومي غونډې ته ورغوښتي وه او په هېواد کې یې د امنیتي پیښو د زیاتوالي په اړه له هغوي څخه پوښتنې وکړې.

سناتورانو د افغانستان د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي ریاست له مرستیالانو څخه د وروستیو حملو په اړه معلومات وغوښتل.

افغان امنیتي چارواکو د مشرانو جرګې غړوته وویل، چې وروستۍ انتحاري او وسله والې حملې د یوې وړې مخالفي ډلي کار نه دی، بلکي د سیمي او نړۍ ځینې استخباراتي کړۍ په دې جګړه کي شاملې دي.

د افغان امنیتي چارواکو په باور د سیمي او نړۍ ځیني استخباراتي کړۍ غواړي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون او د سولي په اړه وروستي کوښښونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دا خبري لوړپوړو افغان امنیتي چارواکو د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کي وکړې، چې دوی یې په هیواد کي د وروستیو نا امنیو د څرنګوالي لپاره ورغوښتي وه.

دې غونډي ته د افغان ځواکونو لوی درستیز شیرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان او د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال محمد یاسین ضیا ورغلی وو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال عبدالرحمان رحمان د سناتورانو د پوښتنو په ځواک کې وویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون او د سولې بهیر هغه دوه ټکي دي، چې ایران او پاکستان یې مخالف دي:

“زموږ دواړه ګاونډیان د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیک سند له لاسلیک سره مخالف دي، ایران له امریکا سره سیاسي اړیکې نه لري او پاکستان هم د دې سند عملي کول د خپلو ګټو په زیان بولي، په قطرکې د سولې بهیر او له امریکا سره د موافقې لاسلیکول د نړۍ په کچه د خلکو پام ځان ته اړولی، همدا دلیل دی چې مخالفین په همغږۍ سره غواړي امنیت خراب او امنیتي ځواکونه کمزوري ثابت کړي، بل دا چې بهرني ځواکونه دې ته مجبور کړي چې له هیواده ووځي.”

د ملي امنیت د چارواکو په خبره په افغانستان کي د وروستیو نا امنیو بل لامل دا دی، چې په سیمه کي ځیني هیوادونه ددې هیواد راتلوونکي انتخابات نه شي زغملای.

د ملي امنیت چارواکي وایي، په تیره یوه اونۍ کې یې یو شمېر وسله وال او انتحاري حمله کوونکي نیولي، چې دوه تنه په کي د ازبکستان او قزاقستان اتباع دي.

سناتورانو پر ملي امنیت انتقاد وکړ، چې ولي یې پر هوايي ډګر، ستري محکمې او ارګ ته نژدې د سوو حملو مخنیوي ونه کړ، خو د ملي امنیت مرستیال وویل، چې درو واړو ادارو ته یې ددغو حملو په اړه له مخکي خبر ورکړی وو.

ښاغلی ضیا د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ISI د لاسوهنو بل لامل ته داسي اشاره وکړه:

“هغه جګړه چې د افغانستان په پولیو کي زموږ د ځواکونو او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ وسوه او هغه پراخي مظاهرې چې د افغان ځواکونو په ملاتړ وسوې، پاکستانیانو ته یې ښه پيغام نه درلود.

دا پیښي ددې لامل شوې، چې د پاکستان استخباراتو تر خپل فرمان لاندي طالبانو ته لارښوونه وکړه او د هغوی مدرسې یې د ګرمۍ په پلمه وتړلې او افغانستان ته یې رالیږي.”


د افغان ځواکونو لوی درستیز شیرمحمد کریمي بیا هم په پاکستان کي د هغو مدرسو یادونه وکړه، چې بندي سوي او طالبان یې افغانستان ته د جګړې لپاره را لیږل شوي دي.

نوموړي له ملي شورا وغوښته، چې پر نړېواله ټولنه فشار راوړي ترڅو افغان ځواکونه په پرمختللو او ستراټیژیکو وسلو سمبال کړي.

په تیرو شا او خوا دوو میاشتو کي یوازي په کابل کي پر ځینو مهمو ځایونو وسله والو مخالفینو اووه انتحاري او وسله والي حملې کړي دي چې وروستۍ د سې شنبې ورځې په سهار د صنعتي پارکونوپه سیمه کې پر سوپریم شرکت وشوه.

معصوم میوند- کابل