بارک اوباما له محمد مرسي سره د مصر د سیاسي بحران په اړه خبرې وکړې

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د مصر جمهور ریس محمد مرسي ته ټلفون کړی څو په مصر کې د زیاتیدونکي سیاسي بحران په اړه خپله اندیښنه ورته څرګنده کړي.

سپیني ماڼۍ نن وویل چې، ولسمشر اوباما له جمهور رییس محمد مرسي غوښتنه کړې چې؛ داسې اقدام وکړي، تر څو څرګنده شي چې، د وضعیت په اړه د خپلو سیاسي مخالفینو اندیښنو ته ځواب وايي.

رپوټونه وايي چې، د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کامل عمرو او څلورو نورو وزیرانو له خپلو دندو استعفی کړې ده.

خو د مصر ولسمشر محمد مرسي نن سهار وختي په یوه اعلامیه کې ویلي چې؛ د پخلاینې لپاره به د خپل پلان عملي کولو ته دوام ورکړي.

پرون د مصر پوځ په دې هېواد کې د روان سیاسي بحران د حل لپاره سیالو سیاسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل اعلان کړ. د مصر پوځ د کودتا د پلان خبر رد کړ؛ خو ویې ویل چې، مذاکرو ته د دواړو خواوو د تیارولو لپاره فشار راولي.

د ولسمشر مرسي د دفتر خبر پاڼه وايي چې؛ د پوځ دا ډول ضرب الاجل ابهام پيدا کوي.

په عین حالکې د اپوزیسیون اصلي ډلې - د ملي نجات جبهې له مرسي سره د خبرو امکان رد کړ او ویې ویل چې، د ۴۸ ساعته مهلت له ختم وروسته به یوازې له پوځ سره خبرې وکړي.

د دې ډلې ویاند سامح عاشور وویل:

"د ملي نجات جبهه له خلکو غواړي چې سوله ییزو غونډو ته دوام ورکړي او د ملت د ساتنې، د خلکو د یووالي او ملي امنیت لپاره د پوځ د وفادارۍ او د دوی پر سپېڅلې دنده زموږ بشپړ باور څرګند کړي."

مخالفین پر محمد مرسي تور لګوي چې خپل ګوند اخوان المسلمین ته یې زیات واک ورکړی او د دې هیواد د ټولنیزو او اقتصادی ستونزو په حل کې ناکام پاتې شوی دی.