افغان کرکټ ټیم د نړېوالې شورا په ټيمونو کې دویم درجه شو

د لوبو له میدانه سپورټي پروګرام هم خپریدو ته چمتو دی. په اوسني پروګرام کې په دې موضوع ځانګړې خبرې شوي چې د افغانستان کرکټ ملي ټیم ته د روانې اوونۍ په پیل کې د اسیا په شورا کې بشپړغړیتوب او د نړېوالې شورا په ټيمونو کې دویم درجه غړیتوب ورکړل شو.

په همدې اړه د کرکټ بورډ عمومي رییس شهزاده مسعود د دې پروګرام میلمه دی چې کوربه یې صفي الله ستانکزی دی او د نورو لوبو له حاله به هم خبر شئ.

دا تاسو او دا هم د لوبو له میدانه اوسنی پروګرام.

Your browser doesn’t support HTML5

د لوبو له میدانه