کابل: د سوپریم پر لوژستیکي شرکت انتحاري حمله کې لس تنه وژل شوي دي

وسله والو طالبانو نن سهار څلورنیمې بجې د کابل ښار د صنعتي پارکونو په سیمه کې بګرام ته پرغځیدونکي سړک "سرک نو" کې د سوپریم پر لوژستیکي شرکت انتحاري حمله وکړه.

د کال امنیتي چارواکي تاییدوي چې په دې پیښه کې ټول لس تنه وژل شوی او یوشمېر نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومندان جنرال ایوب سالنګي د پیښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې؛ په وژل شوو او ټپیانو کې بهرنیان، ملکي افغانان او حمله کوونکي شامل دي.

ده څرګنده کړه چې د سوپریم شرکت څلور نیپالي ساتونکي،دوه افغان موټرچلوونکي او څلورحمله کوونکي په وژل شوو کې شامل دي.

د تیرې سې شنبې په ورځ هم وسله والو طالبانو دارګ پر ختیځه امنیتي دروازه انتحاري او ډله ییزه وسله واله حمله وکړه چې؛ په کې د حمله کوونکو ترڅنګ درې افغان ساتونکي هم ووژل شول او یوشمیر نور ټپیان شول.