سنوډن: اوباما هېوادونه هڅوي چې ما ته د سیاسي پناه رانه کړي

د امریکا داستخباراتو پخوانی قراردادي اډوارډسنوډن د ویکي لیکس له لارې په یوه بیان کې پر ولسمشر بارک اوباما تور لګولی چې هېوادونه هڅوي څو ده ته د سیاسي پناه له ورکولو څخه ډډه وکړي.

سنوډن د دولت د محرمو استخباراتي معلوماتو د افشا کولو په خاطر په امریکا کې تر تعقیب لاندې دی.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ويلي وو؛ سنوډن په دې شرط په روسیه کې پاتې کیدای شي چې؛ هغه فعالیت چې امریکا ته د زیان رسولو په مقصد یې کوي بند کړي. ګمان کیږي چې اډوارډ سنوډن دا مهال د مسکو د نړیوال هوايي ډګر د ټرانزیټ په ساحه کې پټ دی.

د روسيي ولسمشر ولادمیرپوتین پرون په دې اړه په خپلو څرګندونو کې دا رد کړه چې؛ ګنې سنوډن د روسيي له استخباراتو او یا امنیتي ادارو سره همکاري کوي.

اډورډ سنوډن د امریکا د څارنې د مخفي پروګرام داسې اسناد افشا کړي چې؛ له امله يې د واشنګټن متحدانو ته هم معلومه شوې چې؛ دوی هم د جاسوسۍ د دې مخفي پروګرام ښکار شوي دي.

پوتین وویل چې اډورډ سنوډن ځان د بشري حقونو یو فعال ګڼي او روسیه به یې امریکا ته به ونه سپاري. ده په ډاګه کړه چې هېواد یې هېڅوک هېچاته نه سپاري.