صدیقي: په تېر یوه میاشت کې ۳۰۰ ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیره یوه میاشت کې نزدې درې سوه ملي او سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي پرون خبریالانو ته وویل؛ په دې ورستیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو حملې هم زیاتې شوي دي.

ښاغلي صدیقي وویل، زیات شمېر سرتیري د سرک د غاړې د ماینونو په چاودونو کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو زوارت وايي، د افغان پولیسو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي یو اصلي سبب افغان امنیتي ځواکونو ته د افغانستان د امنیتي چارول سپارل او د عملیاتو مشري ده.

ایساف وايي، پر نړیوالو ځواکونو د بریدونو د کمیدو او د دوی د تلفاتو د راټیټیدو اساسي سبب دا دی چې؛ اوس د عملیاتو مشري افغان سرتیري کوي.