روسیې سوډن ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو لپاره شرط ایښی

د روسيي ولسمشر وايي د متحده ایالاتو د استخباراتو پخوانۍ قراردادي اډورډ سنوډن په یوه شرط په روسیه کې پاتې کیدای شي او هغه دا چې، نوموړي هغه کار بند کړي؛ چې زموږ د امریکايي شریکانو د زیانمنولو په هدف يې کوي.

ګمان کیږي، چې اډورډ سنوډن دا مهال د مسکو د نړیوال هوايي ډګر د ترانزیت په ساحه کې پټ دی.

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې په ورځ په دې اړه خپلو څرګندونو کې دا رد کړه چې؛ ګواکې سنوډن د روسيې له استخباراتو او یا امنیتي ادارو سره همکاري کوي.

اډورډ سنوډن د امریکا د څارنې د مخفي پروګرام داسې اسناد افشا کړي چې؛ له امله يې د واشنګټن متحدانو ته هم معلومه شوې چې دوی هم د جاسوسۍ د دې مخفي پروګرام ښکار شوي دي.

د روسيې ولسمشر وویل، اډورډ سنوډن ځان د بشري حقونو یو فعال ګڼي
او امریکا ته به يې ونه سپاري.

د ولادمیر پویتن په وینا، هیواد يې هیڅوک هیچا ته نه تسلیموي.