د مصر پوځ سیالو سیاسي ګوندونو ته ضرب الاجل ټاکلی دی

د مصر پوځ تیره ورځ د هېواد سیالو سیاسي ګوندونو ته ۴۸ ساعته وخت ورکړ؛ څو روانه سیاسي شخړه حل کړي.

په هغې اعلامیه کې چې د مصر د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح السیسي ولوستله؛ راغلي چې که ولسمشر محمد مرسي او د هغه سیاسي مخالفان تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې روانه شخړه حل نه کړي، نو پوځ به يې د پای ته رسولو لپاره مداخله وکړي.

جنرال السیسي په خپلو څرګندونو کې چې د تلویزون له لارې يې وکړې، وویل:

"وسله وال ځواکونه یو ځل بیا له سیاسي ګوندونو غواړي چې؛ د ولس غوښتنې پر ځای کړي. پوځ د ټولو لپاره د وروستي فرصت په توګه د ۴۸ ساعتونو ضرب الاجل ټاکي څو له دې تاریخي وضیعت سره چې هیواد ورڅخه تیریږي،مبارزه وکړي.دا به هیڅ هغه قوت ونه بخښي چې خپل مسولیتونه نه ترسره کوي."

مظاهره کوونکي ولسمشر مرسي تورنوي چې واک يې د اخوان المسلمین ډلې پورې منحصر ساتلی او د مصر د اقتصادي ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلی دی.

د راپورونو له مخې په مصر کې د ولسمشر مرسي د پلویانو او د هغه د سیاسي مخالفانو ترمنځ په وروستیو شخړو او تاوتریخوالي کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.