ولسمشر کرزي په پېښور او کوټه ښارونو کې پرونۍ حملې وغندلې

جمهور رییس حامد کرزي په پيښور او کوټي ښارونو کې پرونۍ انتحاري حملې وغندلې.

د جمهوري ریاست په اعلامیې کې راغلي؛ چې ښاغلي کرزي د تروریزم او افراطیت په له منځه وړلو کې د دواړو هیوادونو تر منځ پر صادقانه همکارۍ ټینګار کړی او ډاډ یې څرګند کړی چې، افغانستان په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ریپوټونو له مخې، پرون ماښام د پاکستان د کوټي او پيښور ښارونو په شمول؛ په یو شمېر سیمو کې په جلا تروریستي حملو کې لسګونه کسان ووژل شول چې؛ په کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.