د پاکستان له خوا د کونړ په دانګام او شیګل ولسوالیو ۹۰ توغندي توغول شوي دي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وایي، په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د پاکستان له خاورې څخه شاوخوا نوي توغندي د دانګام او شیګل پر ولسوالیو لګیدلي دي.

د کونړ والي فضل الله وحیدي نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې یوازي شپيته توغندي د شیګل پر ولسوالۍ او دېرش هم پر دانګام ولسوالۍ توغول شوي دي.

خو د نوموړي په خبره چې دا راکټي حملې ځاني تلفات نه لري.

د راپورونو له مخې، د روان لمریز کال له پيله تر اوسه شاوخوا اوه سوه راکټونه د پاکستان له خوا د کو نړ پر خاوره لګیدلي دي.