په کابل کې یو انتحار کوونکي هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې؛ نن سهار په کابل کې یو انتحار کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شو.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي؛ ازادۍ راډیو ته وویل چې، انتحار کوونکي د افغان ملي ځواکونو یونفورم اغوستی و او غوښتل یې چې د کابل د صدارت په سیمه کې د ملي امنیت پر ریاست انتحاري حمله وکړي.

تیر کال هم پر همدې ریاست شپږو انتحار کونکو حمله کړې وه چې؛ په کې د حمله کونکو په ګډون د ملي امنیت یو سرتیری هم وژل شوی وو.

اخوا چارواکي وایي، نن سهار په جلال آباد ښار کې هم یو داسې کس نیول شوی چې؛ غوښتل یې انتحاري حمله وکړي.

په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.