د اکواډور ولسمشر: د سنوډن برخلیک اوس د روسیې په لاس کې دی

د اکواډور ولسمشر "رافایل کورېیا" Rafael Correa د امریکا د ملي امنیت د ادارې یاغي شوي پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن ته خپلې نېکې هیلې استولي او ورته ویلي یې دي چې، خپله روحیه دې اوچته وساتي.

کورېیا چې هېواد یې ډېر وخت د سنوډن د احتمالي پناه ځای په توګه یادېږي؛ پرون وویل، د دې یاغي امریکايي برخلیک اوس د روسیې په لاس کې دی.

سنوډن وروستی ځل د جون په ۲۳مه نېټه په داسې حال کې ولیدل شو؛ چې له یوې الوتنې څخه د مسکو شېرمېتیووا Sheremetyevo هوايي ډګر ته راکوزېده او ګومان کېږي چې، تراوسه به هم د همدې هوايي ډګر د ټرانزیټ په ساحه کې وي.

کورېیا وویل، دا په روسیه پورې اړه لري چې؛ سنوډن ته له مسکو څخه د وتلو اجازه ورکړي او زیاته یې کړه، د ده حکومت ترڅو چې نوموړی اکواډور یا د دې هېواد کومې سفارتخانې ته نه وي رسېدلی؛ ده ته د پناه ورکولو په اړه غور نه شي کولای.

سنوډن تورن دی چې د ټولې نړۍ په کچه د امریکا د کشفي عملیاتو په اړه معلومات یې افشا کړي دي. نوموړی مسکو ته له تلو مخکې د لږې مودې لپاره په هانګ کې پاتې شوی و.