جان کري د اسراییل او فلسطین له چارواکو سره د درېیم ځل لپاره خبرې پیلوي

تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له اسراییلیانو او فلسطنیانو سره د دریم ځل لپاره خبرې وکړي.

د جان کري د دې خبرو هدف د اسراییلیانو او فلسطینیانو تر منځ د سولې د خبرو بیا پیلیدل دي.

د جمعې په ورځ کري د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په اردن کې وکتل، بیا بیت المقدس ته ولاړ او هلته یې د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې.

مسوولان وایي، تمه ده چې نن جان کري له محمود عباس سره بیا وګوري او له هغه وروسته له اسراییلي چارواکو سره هم وغږیږي.

دا روان میلادي کال سیمې ته د جان کري پنځم سفر دی چې ترسره کوي یې.

د اسراییل او فلسطینیانو تر منځ د روغې جوړې خبرې په دوه زره لسم کال کې وځنډیدې.

فلسطنیان وایي، په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې دې اسراییل تر خبرو مخکې د یهودانو لپاره د میشت ځایونو له جوړیدو لاس واخلي؛ خو اسراییل تر خبرو مخکې له وار له مخه شرطونو سره مخالفت کوي.