د افغانستان د پينځو زونونو د کرکټ (شل اوریزې ) سیالۍ پرون (جمعه) پای ته ورسیدې.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون (جمعه) ازادي راډیو ته وویل؛ چې د "امو نهنګان" او د "سپین غړ پړانګان" لوبډلې پایلوبې ته ورسیدې او دا سیالۍ "سپین غر پړانګانو" په ګټه پای ته ورسیدې.
د فرید هوتک په وینا، سیالۍ د جون د میاشتې په یویشتمه نيټه پيل شوې وې او د کرکټ د بیلا بیلو ټیمونو لوبغاړو ته یې د ملي ټیم له لوبغاړو سره د لوبې زمینه برابره کړه.
ګټونکو ته جایزې هم ورکړ شوي دي.
فرید هوتک وویل چې، دا سیالۍ د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د تمرینونو یوه برخه وه.