نیلسن منډیلا چې د نژادي تبعیض پر ضد یې مبارزه کړې، د پورتوریا په روغتون کې بستر دی، جنوبي افریقا ته د امریکا د ولسمشر بارک اوباما تر رسیدو څو ساعته دمخه د مندیلا روغتیایي وضعیت ډیر نازک بلل شوې دی.
سپینه ماڼۍ وایي، اوباما د مندیلا کورنۍ ته منتظر دی چې ایا هغه به وکولای شي چې څلور نوي کلن د نوبل د جایزې ګټونکی چې اوباما يي خپل اتل بولي وګوري او که څنګه.
ولسمشر اوباما چې د درې افریقایي هېوادنو پرسفر وتلی به د دې سفرپه دوهم پړاو کې د جمعې په ماښام تر رسیدو وروسته يې کومه عامه غونډه کې ګډون یا وینا نه ده پلان کړې . ممکنه ده چې هغه نیلسن مندیلا وګوري.
مندیلا د نژادي تبعیض پر ضد د مبارزې په لړ کې اوه ویشت کاله په بند کي تیر کړي وو او د جنوبي افریقا لومړني تور پوستی ولسمشر شو.
مندیلا د سږو د کوم مکروبی تکلیف له امله نارغه دی ، وضعیت یې نازک خو ثابت بلل شوي دی .