د هرات والي داووشاه صبا له خپلې دندې استعفا ورکړه


د هرات والي داووشاه صبا نن له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ښاغلي صبا نن په یوې غونډه کې د رسنیو په مخکې د هرات د ولایت له مقام څخه خپله استعفا اعلان کړه.

ده د ولایت په چارو کې د ځینو زورورو کسانو لاسوهنې او د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا د یو شمېر غیر قانوني کارونه، د خپلې استعفا عوامل وبلل.

خو د سیمه ییز ارګانونو خپلواکې ادارې تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.