د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما افریقا ته د خپل سفر په سر کې سینیګال ته رسیدلی دی .
اوباما چې؛ په دې سفر کې ورسره کورنۍ هم مله ده ټاکل شوې ده، د پنجشنبې په ورځ د سینګال له ولسمشر مکي سال سره وګوري.
د یوې اونۍ په دې سفر کې به ولسمشر بارک اوباما جنوبي افریقا او تنزانیا ته هم ورشي.
نوموړې به د جنوبي افریقا له ولسمشر یاکوب زوما سره د جمعې په ورځ وګوري او د دوشنبې په ورځ د تنزانیا له ولسمشر یاکیا کیکویټي (Jakaya Kikwete ) سره خبرې وکړي .
داسې ښکاري د جمعې په ورځ به جنوبي افریقا ته د اوباما رسیدل ددې هیواد د پخواني ولسمشر او د سولې د نوبل د جایزې د ګټونکې نیلسن منډیلا په روغتون کې د بستري کیدو تر سیورې لاندې راشي .
ولسمشر بارک اوباما به د روبین په نوم ټاپو ته هم ورشي چیرې چې نیلسن منډیلا د اوه ویشت کلن بند تر ټولو ډیره موده تیره کړې ده .