د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ډاډ څرګند کړی دی چې؛ د فلسطین او اسرايیلو مشران د سولې د خبرو اترو بیا پیل کولو ته ژمن دي.
جان کري دا څرګندونې پرون د کویټ د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې.
ښاغلي کري وویل، نه غواړي په دې برخه کې کوم ضرب الاجل وټاکي، خو ټینګار یې وکړ چې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له غونډې مخکې د اسرايیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د پرمختګ اړتیا ده .
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډه د سيپټمبر په میاشت کې جوړه شي .
د اسرایل او فلسطین تر منځ د سولې خبرې اترې په لویدیځه غاړه کې د یهودي میشت ځایونو د جوړیدو له کبله د ۲۰۱۰ م کال په پای کې په ټپه ودریدې .