د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوي

له پکتيا څخه راپورونه وايي، چې د دې ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لسګونه نجونې زده کوونکي مسمومې شوي دي.

له پکتيا د ازادۍ راډیو خبریال وايي، دغه نجونې د سمين اکبري لیسې زده کوونکي دي او تر څلویښتو ډیری یې تر اوسه روغتون ته وړل شوي دي.

لا تر اوسه د دې زده کوونکو د مسیمومیدو څرنګوالی نه دی معلوم شوی.

تردې وړاندې په کابل او تخار ولایتونو کې هم څو ځلې په ښوونځیو کې نجونې مسمومې شوې وې.

خو د پوهنې وزارت چارواکو د زده کوونکو د مسمومیت خبره یو جعلي عمل بللی دی.