تېره ورځ ناوخته د پکتيکا ولايت په بکخېلو غير رسمي ولسوالۍ کې د وسلوالو له لوري د يوې کورنۍ څلور تنه ژڼي چې په يو موټر کې سپاره و، ووژل شول.
دغه څلور تنه چې سره وروڼه وو، په کرولا موټر کې سپاره له ښاره د کور پر لور روان وو چې د وسلوالو له لوري پرې ډزې وشوې او ځای پر ځای ووژل شول.
کله چې د دغو وژل شويو کسانو جنازې، ناوخته د دوی کور ته يوړل شوې، د پلار يې د دوی پر لېدو په هماغه ځای زړه وچاودېد او ومړ.
د پکتيکا ولايت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې په دې پېښه خواشيني ښودلې او د يادې پېښې غندنه يې کړې ده، او د پېښې د جدي څرنګوالي معلومولو امر يې کړی دی.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د وژل شويو کسانو مرګ شخصي معامله ګڼي ،خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د يادې پېښې قرباني شوې کورنۍ هېڅ ډول شخصي دښمني نه لري او دغه څلورتنه وژل شوي کسان د ولسوالۍ په بازار کې په کاروبار لګيا وو.