په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهام د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ ته نږدې نننۍ انتحاري حمله وغندله او ویلي یې دي، دا حمله څرګندوي چې طالبان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له ترهګرۍ او تاوتریخوالي کار اخلي.
هغه په دې اړه يوې اعلامیې کې له وسله والو طالبانو غوښتي چې؛ له افغان حکومت سره په یو میز کيني او په افغانستان کې د سولې راوستو په هکله دې خبرې ورسره وکړي.
په ورته وخت د کورنیو چارو وزارت وایي چې د جمهوري ریاست ماڼې ته نږدې په نننۍ حمله کې د څلورو انتحاریانو په ګډون د جمهوري ریاست درې تنه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو د حملې مسوولیت پرغاړه اخیستی.طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حملې هدف په اریانا هوټل کې د امریکا د سي ای اې د ادارې یو مرکز، د ارګ ماڼۍ او دفاع وزارت و.