د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې یوې چاودنې ماشوم وژلی

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ د بوډیالۍ په سیمه کې چا ماین خښ کړی و او د پاسه يي پرې د طالبانو بیرغ درولی و.

نن سهار شاوخوا اووه بجې یوه ماشوم غوښتل، چې دا بیرغ را واخلي ماین پرې چاودلی او وژل شوی دی.

امنيتي کسان وايي، چې د پيښې په اړه يي پلټنې روانې کړي دي، ولې تر اوسه يي په تړاو څوک نه دي نیولي.