کري: په قطر کې د دفتر له پرانیستلو وروسته واشنګټن له افغان ولسمشر سره له نژدې کار کوي

امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو له خوا په قطر کې د دفتر له پرانیستلو وروسته واشنګټن له افغان ولسمشر حامد کرزي سره له نژدې کار کوي.

جان کري پرون په نوي ډیلي کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، دا یو ضروري او پر ځای کار دی.

جان کري زیاته کړه چې؛ تراوسه پورې په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې نه دي شوې.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه هیله بښونکې نښې نښانې موجودې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دوشنبې په ورځ له هندي چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړي او د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یې د هغوی اندېښنې ځواب کړي دي.