د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي پرون وویل، په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې پرمختګ په بشپړ ډول له دې خبرې سره تړلی دی چې ایا طالبان د سولې په خبرو کې ګډون ته لېوال دي کنه.
جېمزدوبینز وویل، دوی په دې اړه څېړنه کړې چې؛ د پخلاینې په جبهه کې کوم ځای ته رسېدلي او زیاته یې کړه چې؛ دوی طالبانو ته انتظار دي چې ایا خبرې غواړي کنه.
دوبینز چې په قطر کې له څو ورځو تېرولو وروسته پرون کابل ته ورسېد له ولسمشرحامدکرزي او د سولې د عالي شورا له غړو سره تر کتنې وروسته څرګندونې کولې.
نوموړي وویل چې؛ په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستو د بڼې او څرنګوالي له وجې واشنګټن په غوسه شوی و.
د ده په وینا په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت نوم، سېمبولونه او نښې له هغه توافق سره سم نه وو، چې مخکې یې ژمنه شوې وه.
ښاغلي دوبینز د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا طالبان د سولې په خبرو کې ګډون ته لېوال دي کنه وویل، دا خبره معلومه نه ده، خو ده زیاته کړه چې طالبان په دې برخه کې ډېر جدي ښکاري او ځکه خو دوی دې پړاو ته رارسېدلي دي. دوبینز وویل چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې په تېرو څو میاشتو کې څو ځلې شوي او بیا قطع شوي او غیرمستقیمې خبرې له یونیم کال راهیسې روانې دي.