د اسراییل پوځ په غزه کې درې اهداف ویشتي دي

د اسراییل حکومت نن وویل چې له غزې د راکټي حملو په ځواب کې هوايي حملې کړې دي.

د اسراییل پوځ وايي چې، د دوی جنګي الوتکو نن په غزه کې درې اهداف ویشتي چې دوه یې د وسلو زیرمې وې او یو داسې ځای و چې، راکټي حملې ورځخه کیدلې.

د اسراییل هوايي ځواک وايي چې، پیلوټانو یې خبر ورکړی چې، پر ټاکلو اهدافو یې دقیق بریدونه کړي دي.

فلسطیني عیني شاهدانو ویلي چې، راکټ پر هغو سیمو لګیدلي چې خلک نه اوسي او هیڅ ډول انساني تلفات یې نه دي پيښ کړي.

اسراییلي چارواکو ویلي چې، له غزې څخه ور ویشتل شوي راکټ د دې هیواد په جنوبي سیمو کې لګیدلي دي خو چاته یې زیان نه دی رسولی.

د اسراییل پر جنوب د راکټي حملو مسوولیت هیڅ یوې ډلې نه دی اخیستی؛ خو اسراییل د حملو مسوولیت پر حماس وراچولی دی.