د ایکواډور د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ د امریکا د ملي امنیت د ادارې د پخواني قرار دادي مامور اډاورډ سنوډن د پناه اخیستلو غوښتنلیګ ورته رسیدلی دی .
د ایکواډور د بهرنیو چارو وزیر ریکارډو پاټینو نن وویل:
"زه یوازې دومره تاییدوم چې موږ د اډاورډ سنوډن د پناه غوښتلو لیک تر لاسه کړی او لا غور ورباندې کوو. موږ دومره خبر یو چې، هغه په مسکو کې دی او موږ د روسیې له لوړ رتبه چارواکو سره اړیکې ټینګې کړې دي."
اډاورډ سنوډن چې د امریکا د امنیتي څارنې د پروګرامونو د پټو معلوماتو د خپرولو په خاطر په جاسوسۍ تورن شوی دی او د نیول کېدو هڅې یې روانې دي، پرون له هانګ کانګه مسکو ته وتښتید.
داسې ګڼل کیږي چې، اوس د مسکو د نړیوال هیوايي ډګر د ټرانزیټ په برخه کې دی.
د سپني ماڼۍ د ملي امنیت شورا نن پر مسکو غږ وکړ؛ چې له ټولو امکاناتو کار واخلي تر څو سنوډن بېرته امریکا ته واستول شي.
د دې ادارې یوه ویاند نن وویل چې؛ حکومت یې له ډيپلوماټیکو لارو د چین او هانګ کانګ د چارواکو پر دې کار چې سنوډن ته يې د تیښتې اجازه ورکوله شدید انتقاد کړی دی.