په جنوبي افریقا کې خلک نن د پخواني ولسمشر نېلسن منډیلا د روغتايي وضعیت د څرنګوالي په اړه معلوماتو ته انتظار دی.
پرون د جنوبي افریقا حکومت اعلان وکړ چې؛ د منډیلا صحت په وروستیو څلرویشت ساعتونو کې لا نازک شوی دی.
د جنوبي افریقا ولسمشر جکوب زوما پرون په روغتون کې د څلور نوي کلن مندیلا لیدو ته ورغلی و.
زوما د جنوبي افریقا او ټولې نړۍ پر خلکو غږ وکړ چې؛ د اپارتاید پر ضد دې رهبر ته دعا وکړي.
نلسون منډیلا د جون په اتمه په روغتون کې بستر شو او چارواکو وویل، چې تنفسي سیسټم یې التهابي شوی دی.
سیپنې ماڼۍ ویلي چې، د نېلسن منډیلا د روغتیايي وضعیت د څرنګوالي څارنه کوي او ولسمشر اوباما د شنبې په ورځ جنوبي افریقا ته د تګ تیاري نیسي.
نېلسن منډیلا په نولس سوه څلور نویم کال کې د اپارتاید د دورې له پای ته رسېدو سره سم د جنوبي افریقا د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه وټاکل شو.