ساعي: د مظاهره کوونکي د فشار له امله نه، په خپله خوښه کابل ته ځم

وروسته له هغې چې په جوزجان کې د دې ولایت د والي محمد عالم ساعي پر ضد د جنرال عبدالرشید دوستم پلویانو څو ورځې مظاهرې وکړې، د جوزجان والي نن له شبرغانه د کابل پرلور وخوځیده.

خو ښاغلي ساعي نن له سیمه ییزو مسوولینو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې؛ ګنې د مظاهرو د فشارونو له امله کابل ته ځي او ویې ویل، په خپله خوښه کابل ته روان دی.

په همدې حال کې په جوزجان کې د جنبش ګوند استازی کینجه کارګر وایي؛ په یاد ولایت کې د والي پر ضد مظاهرې پای ته رسیدلي دي.

د جوزجان ولایت له یوې اونۍ راپدېخوا د والي پر ضد د مظاهرو شاهد وو.

دا مظاهرې وروسته له هغې وشوې چې؛ والي ادعا وکړه، د جنرال دوستم وسله والو یې په کور برید کړی و.