د اکواډور چارواکي وايي، چې د امریکا د ملي امنیت ادارې پخوانی قراردادی اډوارډ سنوډن Edward Snowden په دې هېواد کې سیاسي پناه غوښتنه کړې.
د اېکوادور د بهرنیو چارو وزیر ریکارډو پاټینو Ricardo Patino دا خبر پرون ویتنام ته د رسمي سفر پرمهال اعلان کړ.
سنوډن چې د امریکا د پټې څارنې د یوه پروګرام د جزییاتو له افشا کولو وروسته په هانګ کانګ کې اوسېږي پرون مسکو ته ولاړ. د هانګ کانګ یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې مسکو به د سنودین وروستی منزل نه وي.
د روسیې د هوايي شرکت ایروفلوټ یو ویاند ویلي، سنودین به نن دوشنبې له مسکو څخه د کیویا پلازمېنې هاوانا ته او له هغه ځایه د وینزویلا پلازمېنې کاراکاس ته ولاړ شي.
د امریکا د کانګرس د استازو د جرګې د استخباراتو د کمیټې مشر مایک راجرز Mike Rogers پرون وویل چې؛ امریکا به له هرې مشروع وسیلې په کار اخیستو سره محاکمې ته د سنوډن د راکاږلو هڅه وکړي.