موسی زی: پاکستان دې د افغان ډیپلوماټانو امنیت لا ټینک کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د افغان ډیپلوماټانو امنیت لا ټینګ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي نن په دې اړه یوې خبري غونډي ته وویل، چې له پاکستان دولت نه غواړو، چې د افغان ډیپلوماټانو د امنیت په برخه کې لا جدي اقدامات ترسره کړي.

دا خبري وروسته له هغي مطرح کیږي چې، د تېرې چهار شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوه افغان ډیپلومات د وسله کسانو په حمله کې ټپي شو.

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د دې پيښې د عواملو په اړه تحقیق وکړي.