د کابل ماشومان په ګنده اوبو کې لامبي
Your browser doesn’t support HTML5
د کابل سیند چې اوس د کثافاتو په ډېران او ګنده اوبو په خوړ بدل شوی د سیند د شاوخوا کورونو ټولې ناپاکې اوبه ورته بهیږي، دا اوبه دومره بد بوی کوي، چې شاوخوا کورنه ترې تر پوزې راغلي، خو بیا هم د سیمې یوشمېر هلکان په دغو ناپاکو اوبو کې لامبي.
د حیدر په نامه یو ماشوم چې له خپلو ملګرو سره لامبو وهلو ته راغلی؛ وايي، پوییږي، چې دا اوبه ناپاکې دي، خو بیا هم د ساعتیري لپاره ورته ښه ځای دی.
په کومه سیمه کې چې دغه ماشومان لامبي څوګامه هواخوا ترې د ابن سینا روغتون موقعیت لري؛ چې په لسګونه ډاکټران په کې کار کوي.