په خوست کې د ۱۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ثبات په نامه پروګرامونه پیل شوي

چارواکي وايي، د خوست په بیلابیلو ولسوالیو کې د امریکا د د نړیوالې پرمختیايي ادارې له خوا د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ثبات په نوم پروګرامونه پیل شول.

د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس محمد عثمان مهدي وویل؛ چې د دغه پروګرام له لارې به په کلیوالي سطح د خلکو تر منځ مختلف لاملونه موندل کیږي او وروسته به په هماغه برخه کې رغنیزې پروژې پلي کوي.

نوموړي وویل، چې دغه پروګرام په تڼیو، ګربزو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او USAID له خوا په ګډه پرمخ بیول کیږي.