جان کري د افغانستان او سوریې د ستونزو د هواري په اړه دولسو هېوادونو ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د دولس هېوادونو په سفر وتلی دی، د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل لارې لټول او د سوریې د ستونزې د هواري موضوعات د ده د خبرو د اجنډا په سر کې دي.

جان کري به نن په قطر کې د سوریې د دوستو هیوادو له استازیو سره وغږیږي. په دې خبرو کې به د سوریې یاغیانو ته د مرستې په اړه خبرې وشي.

جان کري به هند، عربستان، اردن او اسراییل ته هم ولاړ شي او په برونای کې به د اسیا په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون وکړي.

له هندي چارواکو سره به جان کری د افغانستان په اړه خبرې وکړي، خو د امریکایي چارواکو په وینا، دی به په قطر کې د طالبانو له استازیو سره ونه ګوري.