په غزني ولایت کې وسله والو د (WFP) ادارې ۳ کارکوونکي تښتولي دي

د خوړو نړیوال پروګرام درې تنه کارکوونکې په غزنې ولایت کې تښتول شوي دي.

د دې موسسې یوه کارکوونکې سلیم خان آزادي راډیو ته وویل؛ دا کسان د پنجشنبې په ورځ طالبانو تښتولي دي.

د سلیم خان په وینا، د خوړو نړیوال پروګرام کارکوونکې له غزني ښار څخه قره باغ سيمې ته تللې وو؛ ترڅو هلته د ښوونځیو له زده کوونکو سره د مرستو په مقصد د هغوی شمېر معلوم کړي.